په سوريه کي داعش جنگياليو يو ځل بيا له ۲۵۰ تر ۳۰۰ کسان اعد
دا عام وژنه تيره ورځ په ديرالزور کي ترسره شوې او د وژل شويو کسانو شميره له دوه سوه پنخوسو تر دري سوه کسانو رسيزي
د سوریې دولتي رسنیو او په ډې هیواد کې د بشر حقونو د څانګې له لوري د ورکړل شوي خبر له مخې: داعش جنګیالیو تیره ورځ په دیرالزور ښار کې د دولتي ځواکونو تر واک لاندې په سیموبرید کړی په سلګونه دولتي سرتیري او ددوی د کورنیو غړي یې وژلي دي.
په سوریه کې د بشر حقونو د څانګې مشر عبدالرحمن جامي ویلي: تر اوسه د شپیتو کسانو وژل کیدو پخلی شوی خو د ریښتینې مرګ ژوبلې کچه تر ډيره لوړه ده اوله ځینو کسانو سرونه پرې شوي دي. د سوریې دولتي رسنیو ویلي: د داعش له لوري په نوې ټول وژنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر درې سوه کسان وژل شوي دي. دیرالزور ښار د سوریې په ختیځ او د داعش وسله والې ډلې مرکز رقی ښار ته نږدې پروت دی او ددې ښار ځینې سیمې د داعش په واک کې دي. په دې ښار کې د دولت تر واک لاندې په سیمو کې دوه سوه زره کسان له یوه کال راهیسې کلابند دي. د ریپوټونو له مخې په دې ښار کې د تیرې ورځې له برید وروسته د سوریې دولتي او روسي الوتکو هوایي بریدونه کړي چې ویل شوي له امله یې په لسګونه کسان وژل شوي دي.