په کندز ولایت کې پر روغتون د برید په هکله د اروپا پارلمان د غړیو نیوکه
داروپا په پارلمان کې دانګلستان استازي په هغه غونډه کې چې ددې جرګې د بهرنیو اړیکو کمیسیون په ناسته کې نیوکه کړې.
په دې ناسته کې دې استازي پر امریکا نیوکه کړې ویلي یې دي: له ډيرې مودې راهیسې افغان او امریکایي ځواکونو ته د ددې روغتون په هکله مالوم
ده ویلي مونږ د یوې ریښتینولی د مالومولو کمیټه رامنځ ته کولو غوښتونکي یو تر څو په ډې هکله کره څیړنه وکړياو تورن کسان په ډاګه کړي چې ولې او په کومه موخه دا برید تر سره شوی دی. ده ویلي که چې پّ دې هکله څیړنه ونشي کیدای شي له دې وروسته هم امریکایان په ورته کړنې لاس پورې کړي. ده ویلي دا لومړی څل ندی چې امریکایانو په دې کړنې لاس پورې کړی بلکې له دې مخکې هم ددوی جنګي څرخي الوتکو او ځمکنیو قواوو ورته بریدونه تر سره کړي چې له امله یې ډيریو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده ویلي که چیرې مونږ پّ نړۍ کې د سولې د رامڼځ ته کیدو غوښتونکي یو نو باید لومړی په خپله لاس په کار شو