د آی ایچ ایس جي په نامه د یوه انګلیسي خبري آژانس د ریپوټ له مخې،د اسرایلو دفاع وزیر ویلي، داعش پر اسرایلو د هیڅ ډول برید هوډ نلري او مونږ په دې هکله هیڅ کله اندیښنه نلرو.
ددې خبري آژانس د ریپوټ له مخې، د اسرایلو دفاع وزیر په یوه یوه خصوصي غونډه کې ویلي: د یرموک په شهدا کې د النصرې جبهې له لوري د داعش د مشرانو په وژل سره دا ددې ډلې لپاره دا په ډاګه کړه چې په سوریه کې د دولت وسله والو مخالفینو پر ډلو واک لري او کولای شي دوی کابو کړي.
دې انګلیسي څیړونکي بنسټ د یلعون له خولې لیکلي: د النصر
یعلون زیاته کړې: د موساد نرم او سخت مدیریت ددې لامل شوی ترڅو یو داعشی هم د اسرایلو ګټو ته نږدې نشي. له دې سره دې سرچینې زیاته کړې، له دې سره دداعش هم دا نده ښودلې چې د اسرایلو پر وړاندې به کوم ګام نه پورته کوي ځکه چې د داعش ملاتړو او رامنځ ته کونکو هیوادونو دا ډله د نوروموخو لپاره رامنځ ته کړې ده.