د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د هاوان د سرګلولې چاودنې يوه نجلۍ وژلې او ٦ مېرمنې او ماشومان يې ټپيان کړي دي.
پېښه د يادې ولسوالۍ په ناګهان سيمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د سلواغې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ماشومانو په غره کې د بوټو راټولولو پر مهال د هاوان يوه ناچاودې سرګلوله موندلې او کور ته یې راوړې وه.
هغه زياته کړه، سرګلوله تېره شپه ناوخته هغه مهال چاودلې چې مېرمنو په کور کې بوټي ځاى پر ځاى کول.
د ده په خبره، په دې
دراني وويل، له چاودنې وروسته پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي او ټپيان يې روغتون ته رسولي چې د ځينو روغتيايي حالت اندېښمنوونکى و.
نوموړى له کورنيو غوښتنه کوي چې ماشومان دې د بوټو او نورو سختو کارونو لپاره نه لېږي چې په پايله کې يې دغسې دردوونکې پېښې رامنځته کېږي.
په کندهار کې دا لومړۍ پېښه نه ده چې ناچاوده توکي ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې چې ګڼو ماشومانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.