د سوریې حکومت مخالفینو جینوې ناستې لپاره هڅې پیل شوي دي

د بشار اسد استازو ددې هیواد له ځانګړې استازي دمستوراسره لیدلي او ویل شوي چې د مخالفو ډلو ډیری مشران د جینو په لور چې ټاکل شوې ناسته پکې تر سره شي روان شوي دي

د بشارالاسد مخالفو وسله والو ډلو ګواښ کړی چې د سوریې کړکېچ د سیاسي حل لپاره د ملګرو ملتونو لخوا په جینیوا کې د جمعې په ورځ پیلېدونکو خبرو کې ګډون نه کوي.

د مخالفو ډلو مشرانو ویلي د هغوی استازي تر هغه د سویس خبرو ته نه ځي، ترڅو چې د سوریې کلابندو یا بمبارۍ لاندې وګړو د وضعیت ښه کېدو لپاره ګامونه پورته نه شي.

خو د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن ډیمسټورا د سوریې له حکومت سره مخامخ خبرو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د سوریې په کورنۍ جګړه کې په تېرو پنځو کلنو کې تر ۲۵۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي.

خروج از نسخه موبایل