نړۍ او بډایه هېوادونو د سوریې ولس هېر کړی

په سوریه کې د پنځه کلنې جګړې له کبله تر ټولو ډېر ماشومان زیانمن شوي دي.

“آکسفام” نړیوالې خیریه ټولنې ویلي، نړۍ او بډایه هېوادونو له جګړې ځپلي سوري ولس د لاسنیوي لپاره هغه کار نه دی کړی، چې په کار و. دغه ټولنه وايي، نړۍ د سوریې خوار او زار ولس هېر کړی دی.

آکسفام وايي، قطر او سعودي عربستان په تېر ۲۰۱۵ کال کې “پراخه کچه د سوریې له پوځ سره خپله لازمه مالي مرسته کمه کړې ده.

دغې ټولنې پخپل تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، د روسیې، فرانسې او استرالیا په څېر د سوریې په کورنۍ جګړه کې ښکېل هېوادونه د جګړې له قربانیانو او اغېزمنو شویو سوري وګړو سره تر نورو هغو ډېره لږ مرسته کوي.

دا راپور په لندن کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له سوري ولس سره د مرسته کوونکو له کنفرانس وړاندې چمتو شوی دی.

د ۲۰۱۵ کال شمېرې ښيي، چې قطر له سوري ولس سره له خپلې برخې چې ۱۰٫۲ میلیون ډالر کېږي، ایله ۱۸ سلنه مرسته کړې ده.

نړیوالې چیغې

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د سشوریې په جګړه کې لږترلږه ۲۵۰ زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

د آکسفام په راپور کې ویل شوي، ډېری بډایه هېوادونو له سوري ولس سره خپله مالي مرسته کمه کړې ده:

کویت په خلیجي هېوادونو کې د سوریې تر ټولو لوی همکار و، چې ۳۱۳٫۶ میلیون ډالر یې ورکړي دي.

‎د سوریې په پوځي شخړه کې روسیې، فرانسې او استرالیا تر هر بل وخت په تېر ۲۰۱۵ کال کې ډېره لاسوهنه وکړه.

خو د آکسفام په وینا، دغو هېوادونو “د سوریې له ولس سره د همکارۍ په پار د نړیوالو پر چیغو خپل غوږونه کاڼه کړي وو”.

فرانسې بیا له خپلې برخې ایله یو سلنه مرسته سوریې ته رسولې ده، او د سوري کډوالو له منلو یې هم مخ اړولی دی.

استرالیا، بیا له سوریې سره له ژمنه شویې مرستې ایله ۳۷ سلنه ورکړې دي.

خروج از نسخه موبایل