د ملي جنبش ګوند وياند وايي، د ولسمشر لومړى مرستيال له دې امله چې د هغه ځينې غوښتنې نه دي منل شوې، له حکومته خپه دى او که چېرې حکومت يادو غوښتنو ته پام ونه کړ، نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
د ولسمشر لومړى مرستيال او د ياد ګوند بنسټ اېښودونکى جنرال عبدالرشيد دوستم د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د ژمنو د نه عملي کولو له امله د خپلو پلويانو تر سخت فشار لاندې دى.
تيينج د جنرال دو
سرچينې له يادو طرحو څخه په نقل وويل، چې د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو ستونزو په ځانګړي ډول د دوى د بې روزګارۍ له منځه وړلو ته لاسرسى نه شي کولى او دغه اداره بايد د وزارت کچې ته لوړه شي.
پر دې سربېره په ياده طرحه کې له وسله والو مخالفينو څخه د هېواد د بېلابېلو برخو پاکولو لپاره په څلورو زونونو کې د ځانګړي ځواک رامنځته کول، امنيت د ټينګښت لپاره اغېزناک بللى دى.
د افغانستان ملي جنبش ګوند وياند په حکومت کې د ترک قوم ته ونډه نه ورکول او دوى له پامه غورځول، د جنرال دوستم د خپګان يو بل لامل بللى دى.
هغه ادعا وکړه چې ترک قوم په ټاکنو کې د افغان ولسمشر په برياليتوب کې ډېر رول درلود او دغه قوم د يوه مهم وزارت لکه امنيتي، اقتصادي او يا تحصيلي وزارت غوښتنه کوي، خو ولسمشر تر اوسه پورې په دې اړه په خپله ژمنه عمل نه دى کړى.
تينج زياته کړه: “له بده مرغه چې ان د معينيت، رياست او سفارت په بستونو کې هم د ترک قوم ډېر کم تر سترګو کېږي، چې دا کار د ترک قوم د خپګان لامل شوى او دغه راز ښاغلى مرستيال صاحب هم خپه دى.”
نوموړي د ځينو داسې راپورونو خپرېدل چې ګنې د ولسمشر لومړي مرستيال مهمې ناستې تحريم کړې، رد کړل او ويې ويل: “دغه خبر کوم بنسټ نه لري، تر اوسه پورې يواځې خپه دى، خو که چېرې د ترک قوم دغو غوښتنو ته لاسرسى ونه شي، نو له هر کاره به ګټه واخلي او وروستى مسووليت چې حکومت به له څه ډول غبرګون سره مخامخ شي، په خپله د هغو کسانو په غاړه وي چې د معاون صيب غوښتنو ته يې لاسرسى نه دى کړى.”