بحرین په سوریه کې د داعش پر وړاندې د جګړې لپاره سرتیري استوي

بحرین ویلي، سوریې ته د ”اسلامي دولت” نومې ډلې پرضد جګړه کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف تر چتر لاندې د خپلو ځمکنیو ځواکونو استولو ته چمتو ده.

وړاندې، د پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان هم سوریې ته د دغې ډلې د جګړې لپاره د خپلو ځمکنیو ځواکونو استولو چمتووالی ښودلی و.

په لندن کې د بحرین سفیر شیخ فواز بن محمد آل خلیفه ویلي، بحرین بحرین ”له سعودي عربستان سره په همغږۍ” د یوموټي خلیجي پوځي مشرتابه تر سیوري لاندې د ځواکونو استولو ته چمتووالی ښودلی دی.

سفیر زیاتوي، متحده عربي امارات هم په دغه ځواک کې د برخې اخیستو ته چمتو دي.

سعودي ویلي، که چېرې د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ ایتلاف د ځمکنیو عملیاتو پیلول اړین وګڼي، سعودي عربستان په سوریه کېد پوځي ګام اخیستو لپاره چمتو دی.

خروج از نسخه موبایل