د اسرایلو دفاع وزارت ناتواني د دریمې انتفاضیې په کنترول کې
ده ویلي، له دې سره ددوی له لوري د بریدونو کچه ټیټه شوې نده او نه هم پای ته رسیږي او مونږ ددوی پر وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلي یو. یعلون د نتنیاهو په څیر زیاته کړې، څرنګه مو چې اوریدلي ځینې کسان په دې آند دي چې د سپر ۲ عملیات یا (Defensive Shield 2) په باختري تړانګه کې پیل کړو خو په دې سیمه کې ددې عملیاتو له پیلیدو وروسته به یې پایلې بیا هم هیڅ وي. د لاریون کونکو او نیوکیانو بریدونه انفرادي دي نو له دې مخې مونږ اړ یو تر څو هره شپه ورته عملیات تر سره کړو . له دې سره ده زیاته کړې: ددې ډول بریدونو او عملیاتو پآیله نه یواځې په دې سیمه بلکې په باختري تړانګه او داسرایلو په ټوله خاوره کې نامالومه ده.