ډېره موده کیږي، چې د سوریې کورنۍ جګړه په نیابتي شخړه (د پردیو په لاس کېدونکې شخړه) بدله شوې ده. د ډېر شمېر سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو ګټې په سوریه کې سره ښکر په ښکر شوي دي. له دوی نه هر یو په دې هڅه کې دی، چې د شخړې په بهیر کې خپلې مسألې حل او خپلې ګټې خوندي کړي.
په دې وروستیو اونیو کې، چې پر حلب ښار، چې له جګړې نه دمخه د سوریې تر ټولو ستر ښار وو، د ولکې د ټينګولو په موخه جنګونه ډېر تاوده شوي، د دغو ګټو غوړېشه لا پسې کلکه شوې او پېچلې شوې ده. ډېری خلک نه یوازې د شخړې نور پراخېدو ته، بلکې دېته هم په اندېښنه کې دي، چې شخړه به د سوریې له خاورې دباندې ووزي. په بیروت کې د The Washington Post د خبریالانو د دفتر مشر لیز سلای په سوریه کې روانې پېښې ان «وړه نړیواله جګړه» بولي.
لیز سلای په خپله تبصره کې لیکي، چې سیالو قدرتونو په سوریه کې د ک
اوس په حلب او هغه ته په ورڅېرمه پرتو سیمو کې د روسیې هوايي ځواکونه، د عراق او لبنان وسله والې ملېشې، او همدارنګه د ایران هغه پوځیان او کارپوهان کار کوي، چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد ملاتړي دي. د دوی په وړاندې د سوریې د اپوزیسیون هغه قطعات جنګیږي، چې امریکا متحد ایالتونه، سعودي عربستان او قطر یې ملاتړ کوي. کوردي ځواکونه له دغې شخړې څخه د سوریې په دننه کې د نوو خاورو د نېولو لپاره استفاده کوي. او د «اسلامي دولت» ترهګریزه ډله پر دې بریالۍ شوې، چې په دغه عمومي ګډه ګډوډۍ کې یو څو کلي او ښارونه ونیسي.
د اونۍ په پای کې باید په سوریه کې د اوربند د هغه تړون چلېدا پیل شي، چې مخکښو نړیوالو قدرتونو د مونشن په غونډه کې لاسلیک کړ. لیز سلای په خپله مقاله کې لیکي، چې د اوربند تر لګېدو لږ وړاندې د حلب په چاپېر کې جنګونه ډېر تاوده شوي، روسیې په دې موخه خپل هوایي ګوزارونه زیات کړي، چې په راتلونکو خبرواترو کې د زور له دریځه وغږېدای شي. تورکیه هم شخړې ته ورګډه شوې او د کوردانو د برید په وړاندې یې د توپچي ځواکونو ډزې زیاتې کړي دي.
د حلب د نېولو جګړه ان له ۲۰۱۲ کال راهیسې روانه ده. په شخړه کې د روسیې او د سوریې حکومت د نورو پلویانو تر ورګډېدا دمخه، د سوریې حکومتي پوځونو دغه جګړه بایلله. د دغه ښار ختیزې سیمې په همدې ټوله موده کې د اپوزیسیون ډېر کلک مورچل وو. که چېرې د بشار اسد پوځونه له حلب نه د سوریې د پاڅونوالو د وسله والو ځواکونو پر اېستلو بریالي شي، نو دا به په پینځه کلنه شخړه کې د اوښتون د راتللو په معنا وي.
خو د حلب په چاپېر کې وضعه یوازې د سوریې د کورنۍ جګړې په پایله پورې نه ده تړلې. د مسکو لپاره په دغه جګړه کې ګډون — په منځني ختیځ کې د لاسبري سیمه ییز لوبغاړي په توګه د ځان ټينګولو شونتیا ده. د ایران او همدارنګه د عراق او لبنان د شعیه ګانو لپاره دغه جګړه د سوریې د سونیانو د سیمو په حساب د خپل اغېز د پولو د پراخولو یوه لاره ده. او د کوردانو لپاره د سوریې —تورکیې په پوله کې د خپلو سیمو د یوځای کولو شونتیا ده. خو په راپیدا شوو حالاتو کې د تورکیې لپاره د دې مخنېوی ډېر مهم دی، چې د تورکیې پولې ته ورڅېرمه د سوریې سرحدي خاورې کوردان ونه نیسي. په لسګونو کالونه کیږي، چې انقره له هغو کوردانو سره په شخړه کې ښکېل ده، چې د تورکیې په ختیزو سیمو کې اوسیږي.
دې ته په کتو، چې د کوردانو یوه برخه د بشار اسد او مسکو په پلو جنګیږي او بله برخه یې د واشنګټن په پلو ده، نو د تورکیې کړنې هم له روسيې سره د انقرې اړیکي خرابوي او هم له امریکا متحدو ایالتونو سره. خو له روسیې سره د اړیکو خړپړتیا د روسیې او ناټو ترمنځ، چې تورکیه یې غړې ده، اړیکي هم کړکېچن کوي. د The Washington Post له خوا پوښتل شوي کارپوهان وایي چې تورکیه به په قصدي ډول په سوریه کې په جګړه کې ځان ښکېل نه کړي، خو د ناقصدي ټکر د پېښېدا خطر ډېر زیات دی. د روسیې د جنګي الوتکې د وېشتنې او راغورځونې تر پېښې وروسته د تورکیې له پلوه د هر بې احتیاطه ګام پورته کول، روسیه د عملي غبرګون ښودلو ته راپارولی شي.