مصري مدافع وکیلان وايي، یوې پوځې محکمې تر سلو ډېر تورن کسان په عمري بند محکوم کړ دي، چې په تورنو کې یو څلور کلن ماشوم هم دی.

دا حکم د تېرې سې شنبې په ورځ شوی دی.

پر دغو کسانو تور دی، چې د هېواد په شمالي الفیوم ولایت کې راغونډ شوي وو او د څلورو لاریون کوونکو په وژلو کې یې لاس و.

یوه وکیل فیصل السید بي بي سي ته وویل، د تورنو په لیست کې د یوه داسې ماشوم نوم هم په “تېروتنې” سره راغلی، چې د پېښې پرمهال (۲۰۱۴ مارچ) یې عمر دوه کاله و.

یوه بل وک160218051315_egypt_security_640x360_ap_nocreditیل محمود حمدي چې د یوه تورن دفاع کوي، ویلي “ښکاري چې د ماشوم پلار د پوځي محکمې له خوا په عمري بند محکوم شوی وي نه ماشوم”. دی وايي، ماشوم نه دی نیول شوی.

وکیلان وايي دوی ته د محاکمې ناستې ته د حاضرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

خو تر اوسه د مصر پوځي قضاء د وکیلانو پر دغو څرګندونو او یا دا چې د ماشوم نوم په غلطۍ سره د تورنو په لیست کې راغلی، څه نه دي ویلي.

۱۶ تورن د حکم اورولو پرمهال موجود وو، خو پر سلو نورو بیا په غیاب کې د عمري بند حکم شوی، چې یو پکې یاد ماشوم دی.

مخکیني پوځي څارنوال سید هاشم بي بي سي ته وویل، د عام پوځي قانون له مخې، په هېڅ کوم دعوه کې محاکمې ته د هغو ماشومانو حاضرول روا نه دي چې عمرونه یې تر اوو کلونو کم وي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *