د ولسي جرگي يو شمير غړيو د وردگو او باميانو له لاري د ترکمنستان د 500 کيلو ولته بريښنا د را ليږدولو غوښتنه کړې ده

د ولسي جرگي يو شمير غړيو د وردگو او باميانو له لاري د ترکمنستان د ۵۰۰ کيلو ولته بريښنا د را ليږدولو غوښتنه کړې ده

دي استازو ويلي په دي هکله وړانديز داوبو او برښنا وزارت او د آلمان فيشر شرکت له لوري شوي وو خو د برښنا شرکت په غير قانوني ډول هځه کوي ترځو دي پلان ته بدلون ورکړي

دا د مرکزي ولایتونو استازي دي دوی وایي له ترکمنستانه د پنځه سوه کیلو واټه برښنا مزي باید د بامیانو او وردګو ولایتونو له لارې وغځول شي ځکه چې هم ددې لارې امنیت خوندي دی او هم د مرکزي ولایتونو د اوسیدونکو حق دی.

ددوی بل دلیل دادی په دې لاره د برښنایي مزو تیرول د هغه مزو بدیل کیدای شی کوم چې د سالنګونو له لارې لیږدول شوي دي دوی د برښنا شرکت تورن کړی چې پّ غیر قانوني دول او په خپل سر یې دې پلان ته بدلون ورکړی دیږ

دې استازو مخکې له دې ولسمشر ته د یوه لیک په استولو سره د وردګو او بامیانو له لارې ددې مزو د لیږدولو غوښتنه کړې وه چې تر اوسه یې ځواب ندی تر لاسه کړیږ

دوی د سالنګونو له لارې له ترکمنستانه د وارداتي برښنا د مزو لیږدول د ملي ګټو او مصالحو پر خلاف ښودلی له دولت څخه یې غوښتي ترڅو د ټولنیز انډول له مخې د ټولو حقونو ته درنښت ورکړي او د کابینې له لوري باید دا پلان ومنل شي.

ددې استازو په وینا د برښنا یواځینی دلیل پر دې پروژې د اته ویشت میلیونو په ارزښت ډير لګښت دی خو دوی وایي چې دا پیسې هم د آسیا پرمختیایي بانک له لوري ورکول کیږي او د دولت پر اوږو پیټۍ ندی.

خروج از نسخه موبایل