د فيفا نوى مشر وټاکل شول

د فيفا نوى مشر د فدراسيون استازو ته وينا کوي

.د فټ بال نړيوال فدراسون يافيفا گياني انفينتينو د نوي مشر په توگه ټاکلى دى.

دى د سويس اوسېدونکى دى. ده درې نورو کانديدانو ته درايې اچوونې په دويم پړاو کې ماتې ورکړه. لومړني پړاو کې يوۀ کانديد هم برى نه وو ترلاسه کړى.

د فيفا غړو ته وينا کې ژمنه وکړه چې د فيفا ډيرې پيسې به د نړۍ په کچه د فټ بال په ودې لگوي.

ددې نه وړاندې استازو په فيفا کې سمونونه تايد کړل.

نوى مشر به د سیپ بلاټر ځای نیسي.

پر نوموړي د اداري فساد تورونه و چې تېر کال یې استعفا ورکړه. ګیاني اینفانتینو د کاندیدانو په لړ کې د ټولو په سر کې بلل کېږي.

خروج از نسخه موبایل