د کونړ ولايت مقام ته نږدې ځانمرګى بريد وشو

د کونړ ولايت مقام ته نږدې ځانمرګى بريد وشو

د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد ښار کې د ولايت مقام ته نږدې په مرکزي څلور لاري کې ځانمرګى بريد شوى دى.

د اکرام الله په نامه د پېښې يوه عيني وويل، چې دا بريد نن سهار په شاوخوا لسو بجو د شهيدانو څلور لاري کې وشو.

سرچينې زياته کړې، چې د دې څلور لارې شاوخوا نږدې ولايت مقام او نورې دولتي ودانۍ هم شته، خو د عامو خلکو ګڼه ګوڼه هم ډېره وي.

نوموړى وايي چې ګڼ شمېر مړي او ټپيان يې روغتون ته وړي دي

خروج از نسخه موبایل