د سوريې د دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د پخلاينې خبرې به په راتلونکي اونۍ کې پيل شي
په دي هيواد کي د اوربند له پلي کيدو سره همهاله د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ددې خبر اعلان کړی دي
له پنځو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د سوريې په هکله يوه هوکړه شوې ده ملگرو ملتونو امنيت شورا هم د اوربند په تړاو يوه هوکره تصويب کړه
ملګرو ملتونو، خبریالانو او په سوریه کې د بشر حقونو څانګې ویلي: ښکیلو خواوو د تیرې نیمې شپې راهیسې په ډيریو سیمو کې اوربند پلی کړی دی له دې سره چې د حلب او درعا په ځینو سیمو کې د ډزو او چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
د سوریې د بشر حقونو څانګې چې په دې هیواد کې جګړه څاري ویلي: پّ تیرو پنځو کلونوکې د لومړي ځل لپاره د دمشق په څنډو کې د ډزو او چاودنو غږونه نه اوریدل کیږي او روسي الوتکو هم له هوایي ډګرونو الوتنه نده کړې.