د سوريې د دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د پخلاينې خبرې به په راتلونکي اونۍ کې پيل شي

په دي هيواد کي د اوربند له پلي کيدو سره همهاله د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ددې خبر اعلان کړی دي563a0023c36188d1658b45c7

له پنځو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د سوريې په هکله يوه هوکړه شوې ده ملگرو ملتونو امنيت شورا هم د اوربند په تړاو يوه هوکره تصويب کړه

ملګرو ملتونو، خبریالانو او په سوریه کې د بشر حقونو څانګې ویلي: ښکیلو خواوو د تیرې نیمې شپې راهیسې په ډيریو سیمو کې اوربند پلی کړی دی له دې سره چې د حلب او درعا په ځینو سیمو کې د ډزو او چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د سوریې د بشر حقونو څانګې چې په دې هیواد کې جګړه څاري ویلي: پّ تیرو پنځو کلونوکې د لومړي ځل لپاره د دمشق په څنډو کې د ډزو او چاودنو غږونه نه اوریدل کیږي او روسي الوتکو هم له هوایي ډګرونو الوتنه نده کړې.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *