د نښتو پای ته رسیدو په موخه د سعودي تر ملاتړ لاندې پر ډلو د سوریې د پوځ درانه بریدونه

د نښتو پای ته رسیدو په موخه د سعودي تر ملاتړ لاندې پر ډلو د سوریې د پوځ درانه بریدونه

په سوریه کې د امریکا او روسیې له هوکړې د نړیوالې ټولنې د هر کلي ترڅنګ د امریکا ملګری هیواد سعودي عربستان هڅه کوي ترڅو په سوریه کې د القاعدې ډله ځواکمنه کړي. بله خوا د سوریې دولت هغه ډلګګی چې په سوریه کې اوربند نه مني د اوربند له کړیه ایستلې دي.

د دمشق په سویلي د داریا په سیمه کې د دولتي سرتیرو پرمختګ، چې په سوریه کې دالقاعدې اړوند النصرې جبهې پر مرکزونو تر سره شوی د دوی د وسلو او مهماتو د له منځه وړلو لامل شوي دي او په دې سره په داریا سیمه کې د ترهګریزو ډلګګیو د اړیکو لاره بنده شوې ده.

د سوریې معارضې اړوند رسنیو له داریا المعضمیه سیمې د شاتګ په هکله ریپوټونه ورکړي دي.

په همدي توګه د سوریې دولتي سرتیري او ولسي کمیټې د دوه نورو سیمو عین الغزال او مزعله چې په شمال لویدیځې کې پرتې او ستراتیژیکې سیمې دي له خپلو وسله والو پاکې کړي دي. له دې سره د ترکستان له سیمې څخه یو چینایی ترهګر نیول شوی دی.

د لاذقیې په شمال څنډو کې د ولسي خلکو څخه رامڼځ ته شویو ځواکونو د القاموع او الکفر سند سیمې نیولې دي. د سوریې دولتي هوایي ځواکونو د یو لړ بریدونو په لړ کې په حما او حمص ښآرونو کې د النصرې جبهې اړوند دیارلس وسله وال وژلي دي.

په ورته حال کې په حی الصناعه کې د وسله والو مخالفینو د یوه تول او وسلو د ساتنځای کشفولو په لړ کې پنځه شپیته وسله وال وژل شوي دي. له دې سره د پوځ او داعش ترمنځ په نښتو کې چې د حما، حلب او محور اثریا په سیمو کې تر شوې د داعش وسله والې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

خروج از نسخه موبایل