د ملگرو ملتونو د کډوالو څانگې له پاکستان څخه غوښتي ترخو د کډوالو د کارتونو موده وغځوي

د ملگرو ملتونو د کډوالو څانگې له پاکستان څخه غوښتي ترخو د کډوالو د کارتونو موده وغځوي او د هغه کډوالو ستونزې چي کارتونه نلري او ثبت شوي ندي حل کړي خو د کډوالو لپاره د پاکستان د کميشنري ريس ويلي: دا هيواد تر اوږدي مودي د افغان کډوالو د شتون له امله له ستونزو سره مخ شوی دی

په پاکستان کې د افغان کډوالو د کارتونو له نیټې څو میاشتې تیرې شوي دي او دې مسلې د کډوالو پر و

ړاندې ډيری ستونزې رامنځ ته کړې له دې سره چې د پآکستان حکومت دې کارتونو ته شپږ میاشتې نوره موده هم ورکړې ده خو په پآکستان په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخواه کې افغانان وایي چې د پولیسو له لوري ځورول کیږي.

گل احمد – ” دې خلکو زمونږ لپاره خدمت کړی مونږ احساس کوو چې په خپل هیواد کې یو اوس ډيری کډوال د کارتونو د نشتون له کبله له ډيریو ستونزو سره مخ یو هرچیرته چې ځو راته ویل کیږي چې ستاسو د کارت موده پای ته رسیدلې.”

په همدي تړاو په دې هیواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي ترڅو د افغان کدوالو د کارتونو موده وغځوي او د هغه کډوالو ستونزې هم هوارې کړي کوم چې ثبت شوي ندي او کارتونه نلري.

جورج اوکت اوبو – ” مونږ په پاکستان کې د افغان کډوالو د کارتونو مودې د غځولو غوښتونکي یو باید ووایم چې د کارتونو په هکله خبرې روانې دي او هغه کسانو ته په پاملرنې هم خبرې رواني دي کووم چې کارتونه نلري.”

په پاکستان کې د «يو اّن ايچ سي آر» مرستیال ویلي: ددوی له لوري د دواړو موضوعاتو د ستونزو هوارولو پر موضوع د پاکستان دکابینې په ناسته کې خبرې روانې دي او دوی اوس مهال د پاکستان له لوري د ځواب په تمه دي.

په ورته حال کې د افغان کډوالو لپاره د پآکستان کمیشنری ریس عمران زیب ویلي: هیواد یې تر اوږدې مودې د افغان کډوالو له امله له ستونزو سره مخ دی.

عمران زيب – ” مونږ د ستومانۍ احساس ندی کړی زمونږ هیواد له پنځه دیرشو تر څلویښتو کلونو د افغان کډوالو کوربه دی ددوی شتون پر ځینو امکاناتو او جوړښتونو فشار راوستلی او دلته دا فشار احساسیږي.”

نړیوالو رسنیو لیکلي: له لسیزو راهیسې په دې هیواد کې د یو نیم میلیونه افغان کډوالو شتون په دې هیواد کې د انساني ځواک لپاره ستونزې رامنځ ته کړې دي. افغان کډوالو هم په خپلو خبرو کې ویلي چې خپل هیواد ته د ګرځیدو غوښتونکي دي خو ددوی لاره امنیتي ستونزو ډب کړې ده.

په پاکستان کې د افغان کډوالو په هکله د پاکستاني چارواکیو څرګندونې پّ داسې حال کې دي چې دې هیواد په د تیرو کلونو په لړ کې له نړیوالې ټولنې ډيری مرستې تر لاسه کړي دي. بله خوا د پاکستان د غالیو سوداګریز څرخ هم د افغان کډوالو له څرخي دا موضوع د پاکستان لپاره دومره اړینه ده چې د پآکستان حکومت څخه د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې هغه افغان کډوالو ته د پآکستان د تابعیت ورکولو وړاندیز شوی کوم چې د غالیو په تولیداتو بوخت دي.

خروج از نسخه موبایل