په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان سوداګرۍ وزير سره د افغان ټرانزيټ پر ستونزو خبرې وکړې.

زاخېلوال په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي، چې نن يې د پاکستان د سوداګرۍ وزير خرم دستګير سره په دغه هېواد کې 237116949633526د افغان سوداګرو او ټرانزيټ پر ستونزو تفصيلي خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزير ته يې په ډاګه کړه، چې د افغان سوداګرو او ټرانزيټ د ستونزو د هواري لپاره چې کومې ژمنې شوې، هغه نه عملي کېږي.

زاخېلوال ويلي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزير يو ځل بياورسره ژمنه وکړه، چی په نږدې راتلونکي کې به د اړونده ادارو د مشرانو په ګډون يو کاري مجلس رابولي او په ټولو موضوعاتو او ستونزو به اساسی بحث او پرېکړې وشي.

سرچينې زياته کړې چې له خرم دستګير سره يې په دې ليدنه کې دغه راز پرېکړه وکړه، چې د پرېکړو د پلي کېدو د څارنې په موخه به يو ګډ مېکانېزم جوړ شي او همارنګه دواړه لوري به په هرو دوه مياشتو کې په لوړه کچه يو ځل ناسته کوي، تر څو په دوامداره توګه د سوداګرۍ او ټرانزيټ پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *