دامريکا متحده ايالاتو د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته کانديد دونالد ترامپ وايي چې د روسیې مشر ولادیمیر پوتین د هغه امريکايي سيال بارک اوباما په پرتله ډیر غښتلی دی.
ده دامطلب د يوې مناظري په ترځ کې چې د
CNN څخه خپره شوه څرګند کړی دي. «زه فکر کوم زموږ [د امریکا ولسمشر بارک اوباما په پرتله ] پوتین د روسیې يو ډېر قوي مشر دی».- دامطلب ترامپ څر ګند کړ. په ورته وخت کې سياستوال ټينګار وکړ. چې داددې معنی نه لري چې ګواکې هغه د روسيي دولسمشر ملاتړ کوي ده دپوتين سره دخپلو مناسباتو په اړه څه ونه ويل. خويوازې غواړي په ساده توګه حقيقت څر ګند کړي. « پوتين- په مطلق ډول يو غښتلی مشر دي. زه کولای شم د پياوړو او کمزورو مشرانو نومونه واخلم، زه نه وايم دغه ښه او بد لاره ده» — دامطلب ترامپ څرګند کړ. ترامپ ومنل چې مخکې يي فکر کاوه چې د المان صدراعظمه انګلا مرکل يوه غښتلې سياستواله ده، خو وروسته دی له هغې څخه په دې خاطر مايوسه شو چې هغې د المان سره څه وکړه.« په المان کې کوم يو ناورين رامنځته شوی دي»- دامطلب ملياردر څر ګند کړ.