د سوريي د دولت وسله وال مخالفين د دوشنبه ورخي په ناسته کي به گدون وکري

د سوريي د دولت وسله والو مخالفينو اعلان کري چي د دوشنبه ورخي په ناسته کي به گدون وکري

له دي سره دوي د بشار اسد پر دولت تور لگولي چي د جگري د پيليدو لپاره چمتوالي نيسي

د سوریې دولت وسله والو مخالفینو له دې سره چې پر حکومت نیوکه کړې د جینو په خبرو کې ګډون ته چمتوالی ښودلی دی.

په دې هیواد کې له پنځه کلنې کورنۍ جګړې سره دواړو خواوو هوکړه کړې چې په دې خبرو کې به ګډون کوي.

د دواړو خواوو ترمنځ د دوه اونیو لپاره اربند د پخلاینې خبرو ته څه ناڅه لاره هواره کړې ده خو له دې سره ویل شوي چې په ځینو سیمو کې له اوربنده سرغړونه شوې د داعش او النصرې جبهې پر وړاندې بریدونه تر سره شوي دي.

د سوریې د پخلاینې کمیټې هم ویلي چې دوی به د جینیو په ناسته کې ګډون وکړي خو ویل کیږي چې په دې سره به هم دا خبرې د هغه جګړې د پای ته رسیدو په برخه کې ګټورې نه وي کوم چې له امله یې له دوه سوه پنځوسو زرو ډیر کسان وژل شوي دي.

سلام المصلات – “مونږ د پخلاینې له هغه خبرو چې د ملګر ملتونو ځانګړي استازي اسټیفن دیمیستورا له لوري په لاره ا چول شوې هرکلی کوو په راتلونکې ناسته کې به هڅه وشي ترڅو د لنډ مهالي حکومت په هکله خبرې وشي له دې سره چې په سوریه کي د ټاکنو تر سره کیدلو لپاره وخت شته خو باید په دې ناسته کې باید د دولت پر جوړښت خبرې وشي.”

له دې سره المصلات اروپایي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د روسیې د ولسمشر څرګندونو ته تر ډيره پاملرنه وکړي او یواځې په سوریه او شاوخوا هیوادونو خپلو فشارونو ته دوام ورنکړي.

روسیې هم هیله مندي څرګنده کړې چې دمشق په دې خبرو کې ګډون وکړي او سوریې هم دې ته غاړه ایښې ده.

د پخلاینې خبرې دوه کاله وړاندې له ناکامۍ سره مخ شوې هغه مهال دمشق له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی وو خو د دولت وسله والو مخالفینو د یوه لنډ مهالي حکومت د رامنځ ته کولو غوښتنه کوله.

په داسې حال کې په جینو کې د سوریې په هکله خبرې پیلیږي چې دیمستورا ویلي په سوریه کې ټولټاکنې باید تر راتلونکې یوه نیم کاله تر سره شي.

خروج از نسخه موبایل