د ترکیې او داعش ترهګرې ډلې ترمنځ د ۱۵۰ وسله والو راکړه ورکړه

امنیتي سرچینو چې په انقره کې میشتې دي د ترکیې دولت او داعش وسله والې ډلې ترمنځ او د قطر په منځګړیتوب د لسګونه وسله والو کسانو له تبادلې خبر ورکړی دی.

پّ انقره کې امینتي سرچینو ویلي: د ترکیې له بندخونې یو سل پنځوس وسله وال چې داعش اړوند وو خوشي شوي دي. ویل شوي چې دا ترهګر د قطر له مالي او پوځي ملاتړه برخمن ؤ. د ترکیې استخباراتي میت سازمان له لوري د وکړل شوی مالوماتو له مخې دا وسله وال د قطر په منځګړیتوب د داعش تر واک لاندې د سوریې سیمو ته لیږدول شوي دي .

له دې سره د داعش قومندانانو په ګډون دوه شپیته کسان به په راتلونکو اونیو کې د ترکیې له بندخونو خوشي کړل شي د هغه هوکړې له مخې چې د داعش او ترکیې ترمنځ شوې ده.

د تیرې میاشتې په اته ویشتمه نیټه په یوه چاودنه کې چې په انقره کې د پوځي مرکز ترڅنګ رامنځ ته شوه اته ویشت کسان وژل شوي دي . له دې سره چې ددې هیواد لومړي وزیر داوود اغلو په بیړنې ګام کې ددې چاودنې پړه د سوریې کردانو پر وسله والو ډلو وراچولې ده خو څیړنو دا ښودلې چې په دې چاودنه کې د داعش وسله والې ډلې لاس درلود او په دې څیړنو کې د ترکیې په استانبول ازمیر او آنتالیا په ښآرو نو کې له چاودنو پرده پورته کړې ده.

د ترکیې او داعش د هوکړې له مخې، دا ترهګریزه ډله به نور په ترکیه کې بریدونه نه تر سره کوي او ترکیه به هم له دې سره چې له خپلو بندخونو به د داعش وسلهوال خوشي کوي او د خپلې خاورې له لوري به سوریه ته ددې ډلې د ور استولو لپاره لاره هواروي.

څارونکي پّ دې آند دي چې رسنیو د حکومت او ترهګریزو ډلو ترمنځ پر اړیکو د ټینګار او په ترکیه کې د خونړیو بریدونو په هکله نیوکو انقره دې ته اړ کړې ترڅو د داعش له وسله والې ډلې سره یوې هوکړې ته ورسیږي او دا مسله به په نړیواله ټولنه کې د ترکیې حیثیت ته زیان ورسوي په ځآنګړې توګه له اروپایي ټولنې او امریکا سره په اړیکو کې.

خروج از نسخه موبایل