تادامیشي یاماموتو له ۱۹۷۴ کال راهیسې په دیپلوماتیک ډګر کې تجربه لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون، د جاپان تادامیشي یاماموتو د افغانستان لپاره د نوي استازي او د نیکولاس هیسم د ځای ناستي په توګه ټاکلی دی.
ښاغ
بان کي مون نیکولاس هیسم د سودان او سوېلي سودان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ګومارلی دی.
ښاغلی هیسم له ۲۰۱۲ کال راهیسې تر ۲۰۱۴ پورې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ (یونما) مرستیال او له ۲۰۱۴ تر اوسه پورې ددغې ادارې مشر پاتې شوی.
د ملګرو ملتونو پر وېبپاڼې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کاناډا پیرنایل دالیر کاردیل د تادامیشي یاماموتو مرستیاله ټاکل شوې ده.
آغلې کاردیل په دیپلوماسۍ کې ۲۵ کلنه تجربه لري، او د نړیوالې اقتصادي پراختیا او همکارۍ په برخو کې یې کار کړی.
تر څو اونیو پورې د ښاغلي هیسم ماموریت په افغانستان کې پای ته رسېږي. نیکولاس هیسم د افغانستان د سوکالۍ او ثبات لپاره د سولې په تړاو پرمختګ اړین وباله.
بان کي مون افغانستان ته نوی استازی داسې مهال ټاکلی، چې څلور وځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، په افغانستان کې د یونما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
په ۲۰۰۱ کال کله چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني ړنگه شوه، نو د ملگرو ملتونو د استازي دفتر هم ورسره هم مهاله پرانيستل شو.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو شته والي ته په ټوله کې د نړيوالې ټولنې د سياسي او ناپوځي شتون په سترگه کتل کېږي، د ملگرو ملتونو امنيت شورا هم هر کال په افغانستان کې د يونما ماموريت ته بيا له سره کتنه کوي.