د یمن عدن کې ځانمرګو بریدونو ۲۲ کسان وژلي

د یمن عدن کې ځانمرګو بریدونو ۲۲ کسان وژلي

درېیم برید، چې غالباً موټربم برید و، د عدن منځ ”المنصورة” سیمې ته نژدې د تلاشۍ یوه ځای ته نژدې وشو.

د یمن چارواکي وايي ددغه هېواد په سوېل ختیځ عدن کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه د ”اسلامي دولت” ډلې درو ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۲۲ کسان وژلي چې ۱۰ یې ولسي وګړي.

بریدونه د نړیوالو له خوا د عبد ربه منصور هادي په مشرۍ د پېژندل شوي حکومت اړوندو ځواکونو د تلاشۍ پوستې ته نژدې شوي دي.

د یمن چارواکوا فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي، دوې چاودنې هم مهاله د عدن لوېدیځ ”الشعب” کلي کې وشوې، بیا وسله والو په څېرمه ”البریقة” سیمه کې د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړ.

خو د ایتلاف اپاچي الوتکو مرکز ته څېرمه د وسله والو پر مورچلو بمبار وکړ.

درېیم برید، چې غالباً موټربم برید و، د عدن منځ ”المنصورة” سیمې ته نژدې د تلاشۍ یوه ځای ته نژدې وشو.

د درو واړو بریدونو پړه ”اسلامي دولت” ډلې پرغاړه اخیستې ده.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن حوثي شیعه یاغیانو پرضد له یوه کال راهیسې بمبارۍ کوي.

د درو واړو بریدونو پړه ”اسلامي دولت” ډلې پرغاړه اخیستې ده.

دغه ایتلاف تېره اونۍ د لومړي ځل لپاره د ”اسلامي دولت” ډلې ضد بمبارۍ پیل کړې.

د یمن په یوکلنه جګړه کې تر درو زرو ډېر ولسي وګړي وژل شوي.

خروج از نسخه موبایل