عراقي ځواکونو د موصل ښار د نيولو لپاره عمليات په لاره اچولي دي
عراقي ځواکونو د موصل ښار د نيولو لپاره عمليات په لاره اچولي دي او عراقي ځواکونو ويلي تر اوسه يي په ښه توگه پرمختگ درلودلی دی
دا عملیات د پنجشنبې په ورځ چې پوځ، کردي وسله وال پکې شتون لري او د بهرنیو ځواکونو له لوري یې هوایي ملاتړ کیږي پیل شول. عراقي ځواکونو په وینا تر اوسه د داعش له وسله والو څخه د موصل ښار ته په شپږ کلیو مترۍ کې د مخمور سیمه له دوی څخه پاکه شوې ده.
د پیش مرګه ځواکونو د یوه قومندان نجات علي په وینا اوس مهال له داعش نښته د موصل ښار په شاوخوا کې روانه ده.
جنرال احمد عبدالله – “د موصل ښآر د نیولو عملیات چې د عراق پوځ له لوري د پنجشنبه ورځې له څلورو بجو وروسته په لاره اچول شوي ترهغې به دوام ولري ترڅو چې دا ښار د دولتي سرتیرو لاس ته نه وي ورغلی ددې عملیاتو په لړ کې به موصل ښار له داعشیانو پاک کړل شي.”
په دې وروستیو کې اونیو کې په زرګونه سرتیري چې کردان هم په کې شتون لري او د امریکاله هوایي مرستې برخمن دي د موصل ښآر د نیولو په موخه دې سیمې ته استول شوي دي د عراق پوځ هم اعلان کړی چې د موصل ښار د نیولو عملیات روان دي.
موصل چې د عراق دوهم لوی ښار دی په دوه زره څوارلسم کال کې د داعش له لوري ونیول شو او دې ډلې ددې ښار په نیولو سره رسمي توګه د خلافت اعلان وکړ
له دې پیښې وروسته عراق د خپلې خاورې له دریو یوه برخه له لاسه ورکره خو عراقي ځواکونو ویلي چې موصل به په روان کال کې له داعش څخه پاک کړل شي.
