ولسمشر غني د امنیتي ځواکونو د مېړانې ستاینه وکړه

ولسمشر غني سره له دې چې سږ کال د تحرک، تدبير، عمل او بدلون کال بولي، وايي چې دوى د ټولې سيمې او نړۍ د ثبات لپاره جنګېږي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د ځانګړو عملياتو فرقې له جزوتامونو څخه د ليدنې پر مهال وکړې.

سرچينه کاږي، ولسمشر په دې کتنه کې هغوى ته وويل، ټول ملت په تاسو وياړي؛ ځکه تاسو د افغانستان د دښمن په زړه کې وېره اچوئ او هغوى پوهېږي چې تاسو په اسلامي عقيده او ملي ژمنتيا سنبال ياست.

ده هغوى ته په خطاب کې ويلي: “د وسله وال پوځ د اعلى قوماندان په توګه په تاسو او په ځانګړي ډول د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې په افغان ښځو وياړم؛ ځکه تاسو تل په زړورتيا د وطن دفاع کړې.”

هغه زياته کړه، د ټول ملت او دولت د ملاتړ ډاډ ورکوي. د امنيتي او دفاعي ځواکونو د وژل شوو کسانو د کورنۍ پالنه او د ټپيانو درملنه په خپله تعقيبوي.

د نوموړي په خبره، ښه خواړه، ښه درمل او ښه امکانات ستاسو حق دى؛ ځکه تاسو په سختو شرايطو کې چې يو شمېر ځوانان ورڅخه په تېښته کې دي، د خپل وطن ساتنه کوئ.

ولسمشر هغوى ته په خطاب کې ويلي، تاسو هر يو د دغه هېواد اتلان او زمريان ياست او د افغانستان په ځانګړو ځواکونو او امنيتي او دفاعي ځواکونو سرتاسري پانګونه د ده وجداني وظيفه ده.

دى وايي: “ستاسو له برکته جمهور رئيس او د دولت رهبري په عزت او سرلوړي د نړۍ له جمهور رئيسانو سره مذاکرات کوي. که تاسو د جنګ په ميدان کې بريالي نه واى، نو ما د سياست په ډګر کې ستاسو استازيتوب نه شو کولى.”

اشرف غني زياتوي، موږ د ټولې سيمې او نړۍ د ثبات لپاره جنګېږو؛ ځکه ترهګري د ټولې سيمې او نړۍ لپاره خطر ده او تاسو د دغه نړيوال تهديد او خطر پر وړاندې په مېړانه او زړورتيا مبارزه کوئ.

ستاسو د سرښندنو او مبارزو له برکته به راتلونکي نسلونه ارام او هوسا وي او تاريخ به ستاسو کارنامې او سرښندنې په زرينو کرښو وليکي.

هغه ويلي، سږ کال د تحرک، تدبير او عمل کال دى، نو د وسله وال پوځ لوى درستيز او د ملي دفاع وزير ته يې لارښوونه دا ده چې د ځانګړو ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ په ډېره هوښيارۍ د دوى له قوت څخه د دښمن د ځپلو لپاره کار واخلي.

د نوموړي په وينا، موږ هېچا ته هم خطر نه يو او ارام ژوند غواړو، خو د افغانستان دښمنان زموږ جوماتونه سوځوي، زموږ هېوادوال وژني او د دوى امنيت او هوساينه ګډوډوي.

غني وايي: “جنګ په موږ تحميل شوى، مګر تاسو تل په ډېره مېړانه او زړورتيا د دښمن توطيې شنډې کړې دي. سږکال د بدلون کال دى، د عمل ابتکار په لاس کې واخلئ، دښمن مه پرېږدئ او له دې پاکې خاورې يې نابود کړئ.”

خروج از نسخه موبایل