د پاکستان لاهور ښار کې د هغه کسانو پلتنه روانه ده

د پاکستان لاهور ښار کې د هغه کسانو پلتنه روانه کوم چي د تيري ورخي په چاودنه کي چي له امله يي اويا کسان ووژل شول او دري سوه نور تپيان دي لاس درلود

له پاکستاني طالبانو خخه بيلي شوي د احرار دلي ددي بريد پره منلي ويلي يي دي د بريد موخه يي مسيحي کورني وه

ددې برید ډیری قربانیان چې تیره ورځ ماښام مهال د لاهور ښار ګلشن اقبال پارک کې تر سره شوی، ښځې او ماشومان دي. سیمه ایزو پولیسو ویلي: برید ځانمرګی وو او په دې برید کې له لسو کلیو ډیر چاودیدونکي توکي کارول شوي وو.

عیني شاهدانو دا پیښه ډيره زړه بوګنونکې ښودلې ده.

امانت علي؛ “زه د برګر پخولو په حال کې وم چې په ناڅاي توګه مې د زورورې چاودنې غږ واورید نه پوهیدم چې څه شوي او څه باید وکړم.”

دې پیښې د پاکستان د دولت قهر را پارولی او پوځي چارواکیو له پیښې ورورسته بیړنۍ ناسته تر سره کړې ده چې پکې به جدیت سره د تورنو کسانو د څارنې پریکړه شوې.

“د پاکستاني پوځ یوه ویاند عاصيم بجوا” په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: “مونږ باید د خپلو وروڼو او خویندو وژونکي پیدا کړو او د قانون منګلو ته یې وسپارو مونږ به هیڅ کله اجازه ورنکړو ترڅو دا کسان زمونږ د هیوادوال پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کړي.”

د تحریک طالبان څخه جلا شوې وسله والې ډلې جماعت الاحرار ددې برید پړه پر غاړه اخستې او ویاند یې ویلي چې ددوی د برید اصلي موخه د مسحیانو کورنیو په نښه کول وه چې د پاک اختر د نمانځنې په موخه د ګلښن اقبال پارک ته سره را تولې شوې وې ده ویلي لومړي وزیر نواز شریف ته ددې برید په تر سره کولو سره پیغام دادی چې مونږ لاهور ته د ننه شوي یو.

د پآکستان ولسمشر ممون حسین دا برید په کلکه غندلی او سیمه ایزو حکومت درې ورځینۍ غمیزه اعلان کړې ده.

د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون او افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دا برید غندلی دی.

خروج از نسخه موبایل