افغانستان کې ورځ تر بلې د بې کارۍ کچه او اندېښنې په ډېرېدو دي.
د افغانستان دولت تازه شمېرې ښيي چې په دولتي بنسټونو کې تر ۲۵ ډېر پوستونه خالي دي.
په د
د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو عمومي مشر احمد مسعود توخی په هېواد کې د بې کارۍ د کچې لوړېدو په پلمه ولسي جرګې ته د وکیلانو د پوښتنو د ځوابولو لپاره ورغوښتل شوی و.
نوموړي وویل، دا مهال د ملکي خدمتونو اړوندو ۳۹۷ زرو پوستونو له ټولګې تر ۲۵ زرو ډېر دولتي پوستونه په ۵۱ ادارو کې تش دي.
د ده په وینا، د ولایتونو ښاروالۍ په دغو پوستونو کې نه دي شاملې، چې د ولایتي ښاروالیو ډېری پوستونه هم تش دي.
د دولتي ادارو د ننه د زرګونه تشو پوستونو دا اعلان داسې مهال کېږي، چې په هېواد کې د بې کارۍ کچه ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.
په افغانستان کې د بې کارۍ کچه ۴۰ سلنه ښودل شوې ده، چې آن لوستي او له پوهنتونونو فارغ کسان هم له بې کارۍ شکایت کوي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیره نن ولسي جرګې ته ورغوښتل شوی و.
نسرین اوریاخیل وویل، په هېواد کې د بې روزګاره کسانو دقیق شمېر نه شته.
دې زیاته کړه، د کار موندنې په تړاو پروګرام په پام کې لري، خو ټینګار یې دا دی چې د وزارت دنده یې د پالیسۍ جوړول دي، نه د کار موندل.
آغلې اوریاخېل دا هم وویل، له سکتوري وزارتونو سره به په همغږۍ د کار موندنې لپاره پروګرام پیل کړي.
د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو عمومي مشر احمد مسعود توخی په هېواد کې د بې کارۍ د کچې لوړېدو په پلمه ولسي جرګې ته د وکیلانو د پوښتنو د ځوابولو لپاره ورغوښتل شوی و.
د یوه نړیوال بنسټ له لوري په افغانستان کې یوې تازه نظرپوښتنې په ډاګه کړې ده، چې ځوانان تر هر بل وخت له سیاستي وضعیت او ناامنیو اندېښمن او د اقتصادي وضعیت په اړه خورا ډېره اندېښنه لري.
ددغې نظرپوښتنې موندنو ښودلې ده، چې ۸۲ سلنه ځوانان بې کاره دي، ۴۰ سلنه نورو ویلي چې د غوره ژوند برابرولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د تګ لېواله دي.