د مجارستان لومړی وزیر: د لودیځ د غلط سیاست له مخې په عراق او سوریه کې ستونزې رامنځ ته شوې دي
د مجارستان لومړي وزیر ویکتور اوربان په هغه مرکه کې چې څه موده وړاندې د نامالومو دلایلو له امله خپره نشوه او په دې وروستیو کې خپره شوې د اروپآیي ټولنې له لوري د کډوالو دسیاست په هکله له نیوکو سره اود عربي هیوادونو په غوښټنه ته داروپاي هیوادونو دپولو تړل کیدل تر نیوکې لاندې راوستلي دي
ده په دې مرکه کې ویلي: په سوریه کې د رامنځ ته شویو ستونزو اصلي لاملین څوک دي؟ مونږ اروپایانو دا کار وکړ، مونږ د سوریې په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړه، اپوزیسیون مو رامنځ ته کړ، بشار اسد غندنه مو وکړه، ستونزه مو رامنځ ته کړه دامونږ وو چې عراق مو په دې حال راوست او اوس پوښتنه کوو چې باید څه وکړو؟
د مجارستان لومړي وزیر له اسلامي هیوادونو څخه د کډوالو په هکله او په دې ټولنه کې د قومي او مذهبي انډول د ګډ وډیو په هکله چې اروپایي هیوادونو ته یې ډير زیانونه اړولي دي اندیښنه څرګنده کړې ده.