په سوريه کي د پخلايني پلاوي په نامه مخالفينو له خپلو پلويانو غوښتي ترڅو له دولتي سرتيرو سره جگړه پيل کړي

په سوريه کي د پخلايني پلاوي په نامه مخالفينو له خپلو پلويانو غوښتي ترڅو له دولتي سرتيرو سره جگړه پيل کړي دا په داسي حال کي ده چي اوس هم ددوی ترمنځ په جنيو کي خبرې روانې دي

رویټرز خبري آژانس د یوې سرچینې له خولې چې نه یي دغوښتي نوم یې واخستل شي ویلي: د پخلاینې عالي پلاوي له خپلو جنګیالیو غوښتي ترڅو له دولتي سرتیرو سره جګړې ته ور وګرځي. له دې سره ددې پلاوې ریس ویلي چې دوی به د خبرو نیټه لنډه کړي.

اسدالزابي؛ “مونږ د تل او نامالومې مودې لپاره خبرو ته دوام نه ورکوو مونږ د سوریې دولت د ملګر وملتونو ځانګړې استازي او په دې غونډه کې خپلو ټولو دوستانو ته د ټاکلې نیټې وړاندیز کړی دی.”

د سوریې دولت د مخالفینو ریس د ګواښ نیټې او د ددوی د وړاندیز شوې نیټې په هکله مالومات ندي ورکړي. د سوریې به تړاو د جنیو ناسته د تیرې پنجشنبه په ورځ پیل شوې او دواړه خواوې به پر یوه برخه هوکړه وکړه ددې ناستې موخه د سوریې پنځه کلنې جګړه پآی ته رسول ده د سوریې په جګړه کې تر اوسه له دوه سوه پنځوسو زرو دیر کسان وژل شوي او په میلیونونه نور ټپیان دي.

خروج از نسخه موبایل