د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې د طالبانو په برید کې لږ ترلږه پنځه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
یوه
د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼي ددې برید پخلی وکړ، خو په اړه یې نور جزییات ورنکړل.
دا برید نن سهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند وایی، تر دې برید وروسته جګړه کې ۹ طالب وسله وال وژل شوي دي.
طالبانو خبریالانو ته په لېږل شوي پیغام کې ادعا کړې چې دا پنځه کسان له هغوی سره اسیر دي او یوه اندازه وسله یې هم ترلاسه کړې ده.
ننګرهار له هغو ولایتونو دی چې په یو شمېر ولسوالیو کې یې د طالبانو او اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې فعالیتونه پراخ دي. په دې وروستیو میاشتو کې هوایي بریدونو کې لسګونه داعش وسله وال وژل شوي دي.