د کونړ په مرکز اسعداباد د کرهالې په کلي کې به ١٣٥٨ کال کې د ۱۲۶۰ ولسي خلکو د ډله يیزې وژنې د قاتلینو د محاکمې غوښتنه وشوه.
د سيمې خلک وايي، د کرهالې دغه ۱۲۶۰ تنه چې د ۱۳۵۸ کال د وري په ۳۱مه د وخت د خلق ګوند رژيم له خوا له دولت سره د مخالفت په تور په ډله يیزه توګه وژل شوي و، نن يې د ٣٩ تلين يادغونډه جوړه شوې وه، چې د کونړ چارواکو او د وژل شويو کسانو د کورنيو غړو په کې ګډون کړى و.
په دې
ده زياته کړه، دوى هر کال د هغوى د قاتلينو د محاکمې غوښتنه کوي، خو تراوسه يې غږ چا نه دى اورېدلى.
هغه وايي چې د يادو کسانو يو شمېر قاتلان ژوندي ګرځي.
د کرهالې یوه بل اوسېدونکي شاه محمود ډګروال بیا وویل،په ١٣٥٨ کال کې د وخت دولت د ده د کورنۍ غړي او کلیوال په ډېره بې رحمـۍ سره وژلي.
دی زياتوي: “ټول يې یو ځای ته راټول کړل او بیا يې پر ډزو سره ووژل او په نیم ژواندي حالت کې يې د بلدوزرو په وسیله تر خاورو لاندې کړل، په دې وژل شويو کسانو کې یو د ۱۲۰ کلونو د عمر سړی هم و او دوه تنه لېوني هم په کې وو، چې د عسکرو له خوا ووژل شول.”
د هغه په وينا، د دغې پېښې په اړه تر اوسه هېچا هم غور نه دی کړى، خو دوى يې د قاتلینو د محاکمې غوښتنه کوي.
د کرهالې یو بل اوسېدونکی حمیدالله وايي: “په دغه پېښه کې زما پلار، اوښی او دوه ترونه او زموږ په کور کې دوه مېلمانه وژل شوي دي.”
ده زياته کړه، دوى اوس هم د هغو قاتلینو د محاکمې غوښتنه کوي چې لا ژوندي دي، چې ځینې يې په هېواد کې دننه او ځینې نور يې له هېواد نه بهر ژوند کوي.
د ده په خبره، دوى له نړیوالې ټولنې نه په کلکه غواړي چې د يادې پېښې د وژل شويو کسانو قاتلین محاکمه کړي.
د یادونې ده چې هر کال د کرهالې د کلي خلک د ييادو وژل شويو کسانو غړو د قاتلینو غوښتنه کوي.
خو بايد وويل شي، چې تېر کال د لړم په ١٢مه، په کابل کې د هالنډ سفارت ويلي و، چې د صادق عالميار په نوم يو افغان چې په ١٣٥٨ کال کې د افغانستان د ٤٤٤ قطعې قوماندان و، د ٢٠١٥ کال د اکتوبر په ٢٧مه (د لړم ٥مه) په کونړ کې د يادو کسانو د وژلو په تور د هالنډ د پوليسو له خوا په دغه هېواد کې ونيول شو.
هغه مهال د دې سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې د هالنډ څارنوالۍ له هغو خلکو نه چې د يادې پېښې شاهدان دي او يا يې په اړه اسناد لري، غوښتي چې د هالنډ له پوليسو سره معلومات شريک کړي.