د فلسطيني حماس غورځنگ مرستيال اسمعيل هنيه ويلي دوی له اسراييلو سره د جگړې پيلونکي ندي خو هيځ تيری به هم بي ځوابه پري نږدي
د حماس غورځنګ مرستیال تیره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال ویلي: د مصر، قطر، ترکيه او ملګرو ملتونو له لوري داسې هڅې روانې دي ترڅو پر غزې د اسرایلي بریدونو مخنیوی وکړي په تیرو څو ورځو کې اسرایلي رژیم د غزې پر یو شمیر سیمو بریدونه کړي دي.
اسماعيل هنيه – معاون جنبش حماس…. “ده ویلي مونږ به د جګړې پیلونکي نه وو خو هیچا ته به اجازه هم ورنکړو ترڅو زمونږ پر خلکو هیواد او ځمکه تیری وکړي.”
د اسرایلي پوځ ویاند تر اوسه د اوربند په هکله څه ندي ویلي خوله تیرې ورځې راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ اوربند پلی شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په غزه کې نښتو ته زور ورکړل شوی او په تیرو دوه ورځو کې اسرایلي پوځیانو پر غزې تړانګې درې ځله بریدونه کړي دي.
د اسرایلو د بریدونو په ځواب کې حماس چې د غزې واک په لاس کې لري د فلسطین نیول شویو ځینو سیمو یې د توغندیو بریدونه کړي دي.
اسرایلي رژیم ویلي دوی له هغه وروسته په دې بریدونو لاس پورې کړ کله چې یې له غزنې د فلسطین نیول شویو سیمو ته ترځمکې لاندې د دیر متره په ژوروالي یو تونل کشف کړ. اوس مهال په غزه کې حالات ډیر کړکیچن دي ددې ښار اوسیدونکي د اسرایلو او مصر له لوري د کلابندی له امله له سخت حالت سره مخ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې د اسرایلي سرتیرو او فلسطینیانو ترمنځ تر پنځوسو ورځو خونړۍ جګړه روانه وه چې له امله یې دوه زره دوه سوه پنڅوس فلسطینیان ووژل شول چې نیمایي د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسان وو.