امنیت شورا د ‘بوکو حرام’ او ‘داعش’ پر اړیکو اندېښنه ښودلې
بوکو حرام” تېر کال له ”اسلامي دولت” (مخکینۍ داعش) ډلې سره بیعت وکړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ”بوکو حرام” اورپکې ډلې او ”اسلامي دولت” ترمنځ د پراخو اړیکو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د امنیت شورا پنځلسو غړو په یوه
”بوکو حرام” تېر کال له ”اسلامي دولت” (مخکینۍ داعش) ډلې سره بیعت وکړ.
”بوکو حرام” په ۲۰۰۲ کال کې له لوېدیځپالنې سره د مبارزې او په نایجریا کې د لوېدیځ د نفوذ د مخنیوي په موخه رامنځ ته شوه، دوی ظاهراً د ”اسلامي حکومت” جوړولو او ددغه هېواد او د څنګلورو هېوادونو په مسلمان مېشتو سیمو کې د شرعیت پلي کولو لپاره مبارزه کوي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، په لیبیا کې له ”داعش” سره د ”بوکو حرام” ځواکونو د یوځای کېدو رپوټونه ورکړل شوي.
پر همدې مهال، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نایجریا د ولسمشر محمد بوهاري په منځګړیتوب د مشرتابه جوړېدو هرکلی کړی.
Image caption نایجریا د سیمې د هېوادونو د مشرانو کوربه دی چې د سخت دریځۍ پروړاندې د مبارزې لارې چټکې کړي
په پام کې ده، چې په دې ناسته کې به مشران له سخت دریځۍ سره د مبارزې پروړاندې هڅې ډېرې کړي. د سیمې د هېوادونو مشرانو او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم په دې ناسته کې ګډون کړی.
د بنین، کامیرون، چاډ او نیجر ولسمشرانو هم د ابوجا په ناسته کې د ګډون کولو ژمنه کړې ده.
د نایجریا په شمال ختیځ کې د ”بوکو حرام” او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې – چې ګاونډی چاډ یې هم نارامه کړی – لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي او تر دوو میلیونو ډېر نور بې ځایه شوي دي.
”بوکو حرام” په ۲۰۰۲ کال کې له لوېدیځپالنې سره د مبارزې او په نایجریا کې د لوېدیځ د نفوذ د مخنیوي په موخه رامنځ ته شوه
دوی ظاهراً د ”اسلامي حکومت” جوړولو او په بوکو حرام هېواد او د څنګلورو هېوادونو په مسلمان مېشتو سیمو کې د شرعیت پلي کولو لپاره مبارزه کوي.
بوکو حرام تر ډېره پر ملکي او پوځي هدفونو بریدونه کوي.