د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ كې نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د بهرنيو ځواكونو پر كاروان ځانمرګى بريد شوى دى.

په سيمه كې354461 د كليد خبريال ميوند ساپى د امنيه قومندانۍ په حواله وايي، بريد د بګرام هوايي ډګر كلاى نصرو سيمه كې د بهرنيو ځواكونو پر ګزمه شوى دى.

د ساپي په خبره، ځانمرګى بريد د كرولا موټر په مرسته شوى: (( امنيه قومندان راته وويل چې په بريد كې تر اوسه يوازې د بريدګر د له منځه تلو په اړه معلومات لري، همدا راز د بګرام ولسوال عبدالشكور قدوسي راته بيا وويل چې سيمه له ګڼې ګوڼې خالي وه، بهرنيو ځواكونو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى او يوازې ځانمرګى له منځه تللى دى.))

بلخوا تر اوسه كومې وسله والې ډلې هم د بريد په اړه څه مسووليت منونكې څرګندونې نه دي كړي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *