هلمند: مارجه كې خنجر عمليات، د افغان ځواكونو ۱۵ كېلو متره پرمختګ، ۲۴ وسله وال مړه په هلمند كې افغان ځواكونه وايي د خنجر صفر ۱۳ عملياتو په تازه دوه ورځو كې يې شاوخوا ۱۵ كېلو متره پرمختګ كړى او د نښتو پر مهال يې ۲۴ وسله وال وژلي دي.

دا عمليات چې په مارجه كې روان دي، چارواكي په كې د تازه نښتو پر مهال د يو سرتېري د وژل كېدو او اووه نورو سرتېرو د ټپي كېدو خبره هم كوي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك په دې اړه كليد ته وويل، نن شنبه د دې عملياتو په ترTaliban-2څ كې څلور طالب قومندانان د يو هوايي بريد پر مهال وژل شوي دي: (( تر اوسه داسې خاص مقاومت سره افغان ځواكونه نه دي مخ شوي، ځكه مخالفين مقاومت نه شي كولى، درې ډوله الوتكې په عملياتو كې ونډه لري چې د هوا له لارې وسله وال په نښه كوي.))

ځواك زياته كړه، د افغان ځواكونو پرمختګ ځكه سست دى چې لارې په ماينونو پوښلې دي او تر دا مهاله كشفي ځواكونو تر سلو زيات ماينونه كشف او شنډ كړي دي.

وسله والو طالبانو بيا بلخوا د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، بلكې مازې دومره بيان يې وركړى چې د هلمند په يازده سيمه كې يې افغان ځواكونه شاته تمبولي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *