د «القاعده» مشر ایمن الظواهري پرېکړه کړې، چې په سوریه کې نوې جبهه پرانیزي او حتا په دغه هېواد کې د «القاعده» مرکز جوړ کړي. دغه خبر The New York Times ورځپاڼې د امریکا متحدو ایالتونو او د اروپایي هېوادونو په استخباراتو کې د خبري سرچینو له خولې ورکړی دی.

ورځپاڼې د خپل یوه مرکوال دغه خبره راوړې ده: «د «القاعده» د مشرانو هوډ د دغه سازمان لپاره د سوریې د ارزښت زیاتېدا ښیي او د دې خبرتیا ورکوي، چې له داعش سره به یې خونړۍ سیالي ډېره پراخه وي».

د لوېدیزو استخباراتو د ارزونو له مخې په سوریه کې دایمي حضور «ترهګرو ته بې ساری مهم چانس ورکوي». په دغه حالت کې به «القاعده» اروپا ته ډېره نېږدې وي او سربېره پر همدې په عراق، تورکیه، اردن او لبنان کې کې به جګړه ماران هم په ډېره فعاله بڼه استخدام کړای شي. «القاعدې» په سوریه کې د خپل دغه ډول مرکز او اډې د جوړولو په موخه دغه هېواد ته تر لسو هم ډېر باوري او ښه روزل شوي جګړه ماران د استازیو په توګه ورلېږلي دي.

پخوا په مۍ میاشت کې الظواهري داسې وی378224ډیو خپره کړې وه، چې په هغه کې یې پر خپلو پلویانو، په سوریه کې د خلافت د جوړولو غږ په نامستقیم ډول کړی. د «القاعده» مشر په خپل ویډیویي پیغام کې وایي: «که چېرې دوی اسلامي حکومت جوړ کړي او خپل امام غوره کړي، نو د دوی دغه غوراوی به زموږ غوراوی هم وي».

د روسیې د پارلمان د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېټې غړي ویاچېسلاو تېتیوکین اعلان وکړ، چې د دغه ډول اعلامیو او مقالو د راپیدا کېدا په تړاو حالات باید ډېر کړکېچن او ډراماتیک ونه ښودل شي.

ویاچېسلاو تېتیوکین پر موضوع د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاته کړه: «په سوریه کې یوه یا دوې جبهې او یو یا دوه خلافتونه نه دي. هلته هر ترهګریز سازمان ته، چې په جنګي عملیاتو کې ګډون لري، ځان ډېر غټ او ډېر مهم او اساسي ښکاري. هلته پر «القاعده» او داعش سربېره زیات شمېر نور بانډونه او ډلې ټپلې هم شته. خو دغه هر بانډ او ډله په مستقیم او یا غیرمستقیم ډول د لوېدیزو استخباراتو تر کنټرول لاندې ده. نو ځکه زه د کومو ژورو او اساسي بدلونونو د راتګ خبره نه شم کولای».

د سوریې د حکومتي پوځونو په وړاندې په جنګي عملیاتو کې د «القاعده» د ګډون په تړاو د غږېدو په ترڅ کې د یادولو وړ ده، چې د «جبهة النصرة» سازمان، چې د الظواهري د امرونو تابع دی، د جګړې په ډګر کې د «القاعده» استازیتب کوي. د سوریې د جګړې په لومړنیو پړاوونو کې د دغه سازمان جګړه ماران د داعش له ترهګرو سره اوږه په اوږه جنګېدل، خو لږه موده وروسته د دغو دوو سازمانونو ترمنځ د نه تمامېدونکو وسله والو ټکرونو پېښېدل پیل شول، چې له دواړو خواوو څخه په زرګونو جګړه ماران پکې وژل شوي. په نتېجه کې د ۲۰۱۴ کال په جنوري کې الظواهري داسې راډیویي پیغام خپور کړ، چې په هغه کې یې له ټولو اسلامپالو د خپلمنځې ورور وژونې جګړې د پایته رسولو غوښتنه وکړه. خو د فبروري په میاشت کې، کله چې څرګنده شوه، چې وسله وال ټکرونه نه غلي کیږي، د «القاعده» سرقوماندانۍ په واقعیت کې له داعش سره د اړیکو پرېکون اعلان کړ.

په همغه وخت کې په خپره شوې اعلامیه کې وویل شول: «داعش د «القاعده» څانګه نه ده. موږ له داعش سره هیڅ ډول اړیکي نه پالو او د داعش د کړنو مسؤلیت پر غاړه نه اخلو».

د روسیې د بهرني کشف د ادارې یو پخوانۍ مامور لېف کورولکوف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

له همغه وخته راهیسې داعش خپل دریځونه ډېر پیاوړي کړي دي. نه یوازې په سوریه او عراق کې، بلکې په ټول منځني ختیځ او همدارنګه په افریقا او منځنۍ اسیا کې ډېری ترهګریزو سازمانونو له داعش سره بیعت وکړ. د پېښو په دغه ډول فضا کې د «القاعده» د نوم پخوانۍ ځلا تته شوه او اوس ایمن الظواهري د خپل خلافت د جوړولو هڅه کوي او غواړي چې په روان رېل پسې تر شا ورټوپ کړي.

د لېف کورولکوف په اټکل «القاعده» تر هرڅه دمخه د خپل نوم او اعتبار د ساتلو په هڅه کې ده. د «القاعده» مشران پر همدې سربېره، پر دې هم پوهیږي، چې یوازې د پیسو شتون د دغه ترهګریز سازمان د پایښت او د فعالیت د دوام ضمانت کولای شي. او همدغه پیسې د وسلو د رانېولو او د جګړه مارانو د استخدامولو شونتیاوې ورکوي. بیخي په ډاګه ده، چې جګړه ماران په دې وروستیو وختونو کې له دغه اړخه له ډېرو پرابلمونو سره مخامخ شوي نو ځکه د دوی مشر اوس د خلافت د جوړولو په خبرو غواړي له یوې خوا ځان ټولو ته وښيي او له بلې خوا د «القاعده» نوم د پخوا په څیر بیا وځلوي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *