پاکستاني چارواکي وايي، د ډيورنډ کرښې سره نژدې قبايلي سيمو مومندو او جنوبي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو او “اورپکو” تر منځ نښتو کې اووه وسله وال وژل شوي دي.
په مومندو کې د پاکستاني ځواکونو او اورپکو تر منځ د جګړو خبرونه ورکړل شوي دي.
سرچينې وايي، “او
د دغو کسانو مړي د پلټنې لپاره ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.
همدا ډول د جنوبي وزيرستان په شوال سيمه کې هم د امنيتي ځواکونو او اورپکو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې درې تنه وسله وال وژل شوي او يو ټپي دي.
امنيتي سرچينو د دغو پېښو پخلی کړی دی.
په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې په دې ډول پېښو کې زیاتوالی راغلی دی چې په ترڅ کې يې يو شمېر وسله والو او امنيتي سرتېري وژل شوي دي.