د يمن پلازميني صنعا ته نږدي په باب اليمن سيمه کي په زرگونه کسانو د لاريون په تر سره کولوسره د ايتلاف پر بريدونو نيوکه کړې ده

د يمن پلازميني صنعا ته نږدي په باب اليمن سيمه کي په زرگونه کسانو د لاريون په تر سره کولوسره د ايتلاف پر بريدونو نيوکه کړې ده

دې کسانو د عربستان په مشری پر يمن د ايتلاف هوايي بريدونه غير قانوني ښودلي او دا يي ښکاره تيری ښودلی دی

دي لاريون کونکو له خاوری او د هیواد د دفاع شعارونه ورکول او د عربستان په مشری یې د ایتلاف هواي او ځمکني بریدونه غیر قانوني او پر یمن ښکاره تیری ښودلی دی.

دوی ویلي له هر ډول بهرني تیري سره به مبارزه کوي او د عربستان په مشری د ایتلاف هوايي بریدونه هم یو تیری ګڼل کیږي.

فهمي اليوسف – “مونږ په لاریون لاس پورې کړی ترڅو له نړیوالو وغواړو چې ددې تیري مخینوي وکړي پر یمن هوایي ځمکني او سمندري بریدونه د نړیوالو قوانینو پر خلاف دي او یو دول تیری شمیرل کیږي ددې تیرې په هکله د پخلاینې په خبرو کې نغوته نده شوې او په دې خبرو کې د یمنیانو پر وړاندې ناخوالې هیرې کړل شوي دي.”

دا لاریونونه په داسې حال کې تر سره شوې چې په کویټ کې د یمن په هکله د پخلاینې خبرې د سعودي عربستان له لوري ندي منل شوې.

په دې وروستیو کې یو خل بیا د دواړو خواوو ترمنځ نښتو ته زور ورکړل شوی چې په لړ کې یې د تعز په ښار کې د دواړو خواوو ترمنځ په نښته کې شپږ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان دي.

د یمن په هکله د پخلاینې خبرې نږدې دوه اونۍ وړاندې پیل شوې وې خو د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د ډيرښت له کبله یې کومه پایله نه درلوده.

د عبدروبه منصور هادي حکومت چې د عربستاان ملاتړ ور سره دی له قید او شرط پرته یې د حوثي وسله والو د شاتګ او پر ځمکه یې د وسلې د ایښودلو غوښتنه کړې ده.

د یمن په دوه کلنه جګړه کې تر اوسه له شپږ زره ده سوه ډير کسان وژل شوي او په میلیونونه نور ټپیان دي. تیره ورخ هم د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون د عربستان په مشری ایتلاف په یمن کې د ماشومانو پر وژنې تورن کړی او ددې ایتلاف نوم یې په تور نوم لړ کې ور ګډ کړ دې سازمان ویلي په یمن کې د شپیته سلنه ماشومانو پّ وژلو کې ایتلاف لاس لري . ددې سازمان په وینا د ایتلاف د هوایي بریدونو په لړ کې پنځه سوه لس ماشومان وژل شوي او شپږ سوه اوه شپیته نور ټپیان دي له دې سره چې د جګړې ددې بیوځله هیواد بنستیزې پروژې له منځه وړې او د خوړو کمښت یې رامڼخ ته کړی دی.

خروج از نسخه موبایل