د هلمند د امنیه قومندان وايي زرګونه پولیس نشته خو معاشونه یې اخیستل شوي دي
د هلمند د امنیې قومندان آقا نور کینتوز وايي چې د دغه ولایت د پولیسو تشکیل لس زره دی خو یوازې پنځه زره پرکار دي او د نورو نومونه یې تش په پاڼو لیکل شوي او معاشونه یې هم اخیستل شوي دي.
ښاغلي کینتوز په هلمند کې په خبري کنفرانس کې وویل “د نمونې په ډول د مارجې ولسوالۍ د پوليسو تشکیل ۴۵۰ تنه دی خو حاضر پوليس یوازې ۱۵۰ تنه دي او د ۳۰۰ نورو معاشونه له تېرو نهو میاشتو راهیسې اخیستل کیدل او شخصي جیبونو ته تلل”.
ښاغلي کینتوز په دې اړه نور ډېر جزییات ورنکړل، چې دغه معاشونه د چا جیبونو ته تللي دي او ولې دومره زیات پولیس پر دندو نشته.
په همدې حال کې په امنیتي ادارو کې د فساد سره د مب
هغه وايي شړل شوي هغه کسان دي چې خپلو دندو ته ژمن نه وو او یا د خاصو کړیو لپاره یې کار کاوه، خو د امنیه قومندان دغه خاصې کړۍ معرفې نکړې.
د همدې اونۍ په سر کې ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ولایت ته ولاړ او هلته يې د پولیسو په ادارو کې د جدي اصلاحاتو امر وکړ.
د هلمند د دوامداره ناامنیو یو دلیل دا هم بلل کیږي چي د پوليسو حقیقي شمېر او د کاغذ پر مخ تشکیل يې ډير سره توپير سره لري، چې پراخ فساد ته یې هم لاره هواره کړې ده.
په هلمند کې د ټولو امنیتي او دفاعي سرتېرو شمېر ۳۲ زرو ته رسیږي چي دا د بل هر ولایت په پرتله ډېر بلل کیږي. خو په دې ولایت کې د خيالي ځواکونو د موجودیت له کبلهوسله وال طالبان د هلمند له ۱۴ ولسواليو څخه پنځه یې په واک کي لري او یوازې دنورو ولسواليو مرکزونه له حکومت سره دي.