اسرایيلو کې 4 کسان په وسله وال برید کې وژل شوي

اسرا ييلو کې دوه فلسطيني وسله والو ۴ کسان په ډزو وژلي او ۶ نور يې ټپیان کړي دي.

بريد کې د تل ابيب مرکزي برخه کې په پرانستې سيمې کې يو بازار او رستورانت په نښه شوى دى. دې سيمې ته لوى شمېر کې خلک تگ راتگ کوي.

بريدونه د اسراييلو ددفاع وزارت او د پوځ مرکز سره نزدې سيمو کې شوي دي .

پوليس وايي بريد گر لويديځې غاړې کې د فلسطينيانو د الخليل ښارگوټي اوسېدونکي وو.

دواړه بريدگر نيول شوي دي. پوليس وايي چې يو په روغتون کې دتداوۍ لاندې دى.

دا بريدونه په سميه ايز وخت د شپې د نهه نيمو بجو په شا او خوا کې شوي دي . په ويديويي عکاسي کې لوى شمېر خلک ښودل شوي چې د پېښې له ځايه تښتي.

بريدونو کې يوې پرانستې سيمې کې بازار او يو رستورانت په نښه شوى و.

د تل ابيب د پوليسو مشر ويلي دي چې ” دوو ترورستانو څخه يو نيول شوى او بل په ډزو ژوبل شوى دى.”

تېر يو کال کې د فلسطينيانو لخوا په اسراييليانو بريدونوکې زياتوالى ليدل شوى و خو تېرو څو مياشتو کې په کې کمى راغلى وو.

خروج از نسخه موبایل