اسراییل د لومړی ځل لپاره د ملګرو ملتونو د حقوقي کمیټې چې یوه له دایمي کمیتو د جملې څخه ده، مشري کوي، له دې کبله چې د اسراییل دایمي استازی ددغې کمیټې مشر وټاکل شو، ځینو عربي هیوادونو خپل ناراضیتوب څرګند کړ او یادونه کوي، کله چې دغه کمیټه خپل کار پیل کړي نو ښايي چې د غبرګون سره به مخ شي.
ددوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي شورا په غونډه کې د پنځو کمیټو مشران وټاکل شول. د څلورو کمیټو مشران بې له دې چې رایه ورکړل شي، وټاکل شول. د حقوقي کمیټې مشر د ۱۰۹ موافقو رایو په شمار د اسراییل دایمي استازی داني دونان وټاکل شو. ۱۸
رایې بې اعتباره وګڼل شوې.
دونان وویل:«ویاړم چې ددغې کمیټې لومړنی اسراییلي مشر یم». نوموړی خبریالانو ته ډاد ورکړ؛ چې ددغې کمیټې د مشر په توګه به د هغو هیوادونو په شمول چې ده ته یې نن رایه نه ده ورکړی، د ټولو غړو هیوادونو سره کار وکړي.