د بریتانیې د دفاع وزیر مایکل فالن وویل، “کارټر موږ ته وویل چې د سرتیرو د شمیر او له یوه ځای نه بل ځای ته د انتقال په پلان یو ځل بیا غور کیږي”
د متحده ایالاتو اوسنی پلان دا دی چې د ٢٠١٦ میلادي کال تر پایه پورې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر له ٩٨٠٠ نه ٥٥٠٠ ته راټیټ کړي.
د مت
ښاغلي کارتر دا څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې د ناټو ائتلاف په افغانستان کې د روزنې د ماموریت په غځولو او په کال ٢٠١٧ کې د هیواد په څلورو برخو کې د سرتیرو په ساتلو موافقه وکړه.
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ وویل “د افغانستان په هکله موږ پریکړه کړې ده چې د خپل قاطع ملاتړ ماموریت به جاري وساتو، مونږ به خپل سمیه ایز انعطاف پذیرې تگلارې ته دوام ورکړو. په دې مانا چې معالومداره خبره مونږ به کابل کې پاتې کیږو خو د هیواد په نورو برخو کې به هم حضور ولرو.”
په افغانستان د امریکا پخوانی قوماندان له اوباما نه غوښتي و چې په راتلونکې کال کې په افغانستان کې ٩٨٠٠ سرتیري پریږدي.
د ناتو یو جگپوړي دیپلومات ویلي چې چارواکي باور لري چې ناټو به د دغه ژمنې لپاره ٥ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ولري چې د افغان امنیتي ځواکونو اوسنی شمیر تر ٢٠٢٠ میلادي کاله پورې تمویل کړي.
د بریتانیې د دفاع وزیر خبریالانو ته وویل “هیڅ څوک نه غواړي چې د ناکامۍ خبره وکړي. زه فکر کوم چې ټول د افغان ځواکونو د کمزورتیا څخه خبر دي. هغوی په سختې جگړې کې بوخت دي او ورته ډیر زیات تلفات اوړي.”