كندهار كې د ځانګړو ځواكونو عملياتوکې نږدې دیرشو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

كندهار كې د ځانګړو ځواكونو عملياتوکې نږدې دیرشو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې ځانګړو ځواکونو يې تېره شپه ناوخته د شاولي کوټ ولسوالۍ په زنګي تان سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.

د کندهار له امنيه قوماندانۍ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو عملياتو په مهال ٢٠ تنه وسله وال وژل شوي او ٦ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د سپکو او درنو وسلو د نيولو خبر هم ورکړل شوى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خروج از نسخه موبایل