پخواني ولسمشر حامد کرزي لندن ته د سفر پر مهال دپآکستان له لومړي وزیرلیدنه کړې او له ده سره یې دخبرو له لارې د ستونزې پرهواری ټینګار کړی دی.
د م
ولسمشر په داسې حال کې له نواز شریف څخه په لندن کې لیدنه کړې چې دی اوس مهال د زړه ناروغۍ له کبله په لندن کې بستري دی او په دې لیدنه کې د دوه ګاونډیو هیوادونو ترمنځ دسولې په فضا کې داوسیدو ټینګار شوی دی
له دې سره ښاغلي کرزي په بریا سره د نواز شریف د عملیاتو پای ته رسیدو په هکله خوښي څرګنده کړې او دده د روغتیا لپاره یې دوعا کړې ده
په ورته حال کې دواړو خواوو داړیکو پر ټینګښت ټینګار کړی او هیله مندي یې څرګنده کړې چې په تورخم کې رامنځ ته شوې ستونزې په ښه توګه هوارې شي.
دویلو وړ ده چې مخکې له دې هم نواز شریف له ولسمشر څخه غوښتي ووترځود پخلاینې په هکله دخبرو لپاره اسلام آبادته سفر وکړي خوددې سفرنیټه تراوسه نده روښانه.