ایران د بوینګ او ایربس ۲۰۰ الوتکو د پیرودلو تړون لاسلیک کړ

په امریکا کې میشت د بوینګ کمپنۍ د ایران سره یو قرارداد لاس لیک کړی چې په لړ کې به یې پر تهران باندې ۱۰۰ مسافر وړونکي الوتکې خرڅې کړي.

دا قرارداد د هغو درو قراردادونو د جملې څخه یو قرارداد دی چې په لړ کې به یې د لویدیځ الوتکې جوړونکي کمپنۍ پر ایران باندې شاوخوا ۲۰۰ الوتکې خرڅې کړي.

دا قراردادونه د ایران سره د جنورۍ د میاشتې وروسته کله چې واشنګټن پر دغه هیواد باندې لیګیدلي اقتصادي بندیزونه لیري کړل، بشپړ شول.

د ایران د ملکي هوايي چلند د ادارې ریْس علي عابدزاده ویلي دي چې ایران اوس مهال ۲۳۰ الوتکې لري چې باید ټولې تبدیلې شي. خو نوموړي وویل چې د نویو الوتکو د تسلیمۍ په هکله دقیق مهلت نه دی تعین شوی.

ښاغلي عابدزاده زیاته کړه چې د ایران د ملکي هوايي چلند الوتکې په خراب وضیعت کې دي او باید ژر تر ژره بدلې شي خو هغه وویل چې د امریکا د خزانې وزارت باید د بوینګ د کمپنۍ سره شوی قرارداد منظور کړي چې د عملي کیدو وړتیا پیدا کړي.

د بوینګ د کمپنۍ سره قرارداد ۱۷ میلیارده ډالره ارزښت لري او که بشپړ شو نو دا به د ایران د۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې لومړۍ ځل وي چې ایران د بوینګ د کمپنۍ څخه الوتکې رانیسي.

خروج از نسخه موبایل