د برېتانیا دغه وزیر دا ډول له افغانستان سره د خپل هیواد د انکشافي مرستو د دوام خبر هم ورکړ
برتانیا د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې د مرستې اعلان وکړ او ددغه هیواد یوه لوړ پوړي وزیر وویل چې اویا ملیونه اسټرلینګ پونډه له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د برتانیا د نړیوالې پرمختیا وزیر ډیسمونډ سوین، د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې برېتانیا به په ناټو کې په خپلو همکارانو غږ وکړي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې ر
ډیسمونډ سوین وویل “افغانستان په تېرو پنځلسو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو لا هم زیات کار پاتې دي، دا زمونږ دنده ده، په ناټو کې په خپلو همکارانو غږ وکړو، چې افغانستان سره مرستو دوام ورکړي”.
د برېتانیا دغه وزیر دا ډول له افغانستان سره د خپل هیواد د انکشافي مرستو د دوام خبر هم ورکړ.
برتانیا هر کال د ۱۷۸ ملیونو پونډو انکشافي مرسته له افغانستان سره کوي او دا مرسته د ۲۰۱۷ کال تر پایه ادامه لري، خو برېتانیا اوس دا ارزوي، چې دا مرستې تر ۲۰۲۰ کاله پورې وغځوي. د برتانیا د نړیوالې پرمختیا وزیر وویل” مونږ به ژر د خپلو مرستو اعلان وکړو”.
برتانیا له ۲۰۰۸ میلادي کال راهېسې په افغانستان کې د حرکت په نوم د پانګونې د ملاتړ پروګرام پرمخ وړي، دې پروګرام تر سږ کال پورې دوام کاوه، خو برېتانیا د حرکت پروګرام وغځوه.
د برتانیا د نړیوالې پرمختیا وزیر تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د حرکت ددغه پروګرام د غځېدو د خبر د بیانولو په مهال وویل چې ۱۵ ملیونه پونډه به نوره مرسته ورسره وکړي.
برېتانیا تر دې اوسه له څلورو ملیاردو ډالرو زیاته مرسته کړې ده.