په ملګرو ملتونو کې د روسیې دسفیر مرستیال په دې سازمان کې پر څینو پریکړو خواشیني ښودلې

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دسفیر مرستیال په دې سازمان کې پر څینو پریکړو خواشیني ښودلې ویلي یې دي سوریي ځواکونه اوس مهال له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دي او د ملګرو ملتونو له لوري یې غندنه خواشینونکې ده.

ده ویلي: « یو شمیر پریکړې د خواشینی وړ دي دا پریکړې داسې دي چې ګواکې په سوریه کې ترهګریز ګواښونه شتون نلري او مونږ په دې نه پوهیږو چې دا سرتیري د ترهرګۍ پر وړاندې جنګیږي خو دلته ملګري ملتونه دي ددې سازمان غړي ولي دا نه وایي چې د سوریې سرتیري او قومندانان د ترهګری پر وړاندې په مبارزه بوخت دي.”

په همدي توګه استیفن ډیمستورا چې د سوریې لپاره دملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی له ډې سره یې هیله مندي ښودلې چې کیدای شي دسوریېۍ د پخلاینې په هکله بیا خبرې پیل شي خو له سوریې د ملاتړو ډلو استازو ویلي چې دوی یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

خروج از نسخه موبایل