پاكستان او افغانستان د سرحدي كرښو په اړه يو هوكړه ليك لاسليك كړى
پاكستان او افغانستان د سرحدي كرښو په اړه يو هوكړه ليك لاسليك كړى پاکستاني چارواکي وايي، چې له افغانستان سره د ګډ ميکانيزم پر سر تر هوکړې وروسته يې خپلې غاړې ته مديريتي کارونه پيل کړي دي.
د پاکستان د بهرنيو چار
هغه زياته كړه، دواړو هېوادونو د سرحدي کرښې په اړه يو هوکړه ليك لاسليک کړى، چې په ګډه به يې مديريت کوي او په دې سلا شوي، چې د ډيورنډ پولې دواړو غاړو ته به د ترهګرو د تګ راتګ مخه نيسي.
ده په ورته وخت کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان کډوالو په ستنولو کې له پاکستان سره مرسته وکړي.
بايد ياده شي، چې وړمه ورځ جمهور رئيس محمد اشرف غني له خپل پاکستاني سيال سره په تاشکند کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راولاړ شوي کړکېچ په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د شانهګاى غونډې په څنډه کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د پاکستان د ملي امنيت سلاکار د سرحدي شخړو د حل په هدف يوې هوکړې ته ورسېدل.