په سوریه کې د جګړې له پیله چې دې هیواد ته یې ډيری نارامۍ له ځان سره درلودې ډيری کسانو ددې هیواد په جګړه کې ګډون ځان ژمن بللی دی او ډيری کسان په خپله خوښه د اهل بیت عصمت او طهارت رض
د فاطمیونو په نامه د جنګیالیو د کورنیو غړیو په کراتو په مرکو کې او په بیلا بیلو بنامو کې ویلي چې ددوی زامن او کورواله د اهل بیت رض له حریم څخه د دفاع په موخه سوریې ته د جګړې لپاره تللي دي او پّ دې لاره کې شهادت د خپل ځان لپاره لوی ویاړ بولي. څو ورځې وړاندې د سوریې په جګړه کې د ایراني او فاطمیون ډلې د شهیدانو د کورنیو غړي چې د سوریې په جګړه کې یې ونډه اخستې وه دایران د انقلاب مشر میلمستیا ته ورغوښتل شوي وو او ده پّ دې لیدنه کې ویلي: «دا موضوع د تاریخ له عجایبو څخه شمیرل کیږي چې ځوانان او له نورو هیوادونو څخه خلک په پیاوړي او قوي انګیزې سره له خپلو کورواله او ماشومانو سره له خوږ ژوند څخه تیریږي او پّ یوه بیوځله هیواد کې د خدای په لاره کې جهاد کوي او په دې لاره کې شهیدیږي»
دا هغه موضوع ده چې ډيری نړیوالې رسنۍ او هغه رسنۍ چې په سیمه کې د وسله والو مخالفینو پلویانېدي هڅه کوي ترڅو د افغان فاطمیونو تیپ او رشادت چې ځنډه ایز مسایل دي تر خپلې شعاع لاندې راولي او د داسې سیاستونو په لټه کې دي چې پر دوی اغیزه وکړي خو دوی وایي چې دا ډول تبلیغات پر دوی د اغیزې وړ ندي او تر هغې به په ډې جګړه کې ګډون کوي ترڅو چې دوی خپلې موخې ته نه وي رسیدلي او بریا یې نه وي ترلاسه کړې.